نړۍ
د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د سېلاب له امله لږ تر لږه درې کسان مړه شوي
د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د سړکونو او کلیو پراخې برخې له اوبو ډکې کړې دي او د لومړنیو راپورونو له مخې، لږ تر لږه درې کسان مړه شوي دي.
د ژغورنې ډلې په سېلاب ځپلو سیمو کې د بند پاتې کسانو د ژغورنې او د اوبو ایستلو عملیاتو ته دوام ورکوي. همداراز، د احتیاطي تدبیر په توګه د ځینو سیمو برېښنا پرې شوې ده.
اړوندو چارواکو تر اوسه د مرګژوبلې وروستۍ شمېرې نه دي اعلان کړې او احتمال شته چې د قربانیانو په شمېر کې بدلون راشي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








