په فرانسه کې د لېسې د زدهکوونکو د اعتراضونو په تړاو نږدې ۸ زره کسان نیول شوي
د فرانسې د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د سپټمبر میاشتې له نیمايي څخه د اکتوبر د ۱۳مې نېټې تر ماښامه پورې، د لېسو د زدهکوونکو د اعتراضونو په تړاو ۷ زره او ۹۵۰ کسان نیول شوي چې ۸۵ سلنه یې قانوني عمر ته نه وو رسېدلي.
د راپور له مخې، په نیول شویو کسانو کې ۶ زره او ۷۷۳ تنه تنکي ځوانان او یو زر او ۱۷۷ تنه لویان شامل دي. همداراز، ۲۶ کسان به د محاکمې تر ترسره کېدو پورې په موقتي بند کې پاتې شي.
د فرانسې د عدلیې وزارت زیاته کړې چې د دغو اعتراضونو په تړاو د ۲ زره او ۷۳۵ کسانو پر وړاندې قضايي دوسیې جوړې شوې دي. همداراز، د ۲ زره او ۲۲۵ نورو کسانو لپاره د قضايي تعقیب پر ځای بدیل اقدامات په پام کې نیول شوي چې مشروط اخطار، د زیان د جبران مکلفیت او ځینو ځایونو ته د ورتګ بندیز پکې شامل دي.
د راپور پر بنسټ، یو زر او ۲۶۳ قضايي دوسیې هم محکمې ته له راجع کولو پرته تړل شوې دي.








