افغانستانسیمه

مجاهد: د پاکستان د ناکامیو پړه پر افغانستان اچول د حل لار نه ده

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستاني چارواکو له خوا د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان اچول هېڅ ستونزه نه شي حل کولای.

د ښاغلي مجاهد په وینا، د پاکستان سیاسي، امنیتي، ټولنیزې او اقتصادي ستونزې د اندېښنې وړ دي او پر ټوله سیمه منفي اغېزې لري.

نوموړي د پاکستاني چارواکو بې‌بنسټه تورونه، د خبرو اترو د بهیر ګډوډول او د حل لارې د موندلو پر ځای د دغه هېواد د لوړپوړو چارواکو له خوا د افغانستان پر ضد تبلیغاتو ته تمرکز، ناکامه تګلاره بللې ده.

د اسلامي امارت ویاند له پاکستان څخه غوښتي چې د خپلو کورنیو ستونزو د حل لپاره رغنده ګامونه پورته کړي او د دغه هېواد د سیاستوالو او خلکو نظرونو او حقونو ته درناوی وکړي.

#افغانستان #پاکستان #ذبیح_الله_مجاهد #مذاکرات #سیمه‌ییزې_اړیکې

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button