افغانستان

په هرات کې د ۵۸۰ زره امریکايي ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د هرات ولایت د اسلام‌قلعه کمېسارۍ سرحدي پولیسو یو کس له ۵۸۰ زره امریکايي ډالرو سره نیولی دی.

د دغه وزارت په وینا، نیول شوي کس غوښتل دغه اندازه پیسې د اسلام‌قلعه له لارې ایران ته ولېږدوي؛ سرحدي پولیسو یادې پیسې ضبط کړې او نیول شوی کس به د دوسیې له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button