افغانستانسیمه

افغانستان او ازبکستان د طوطي‌میدان د ګازي قرارداد پر ننګونو خبرې وکړې

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت تخنیکي پلاوي په تاشکند کې د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره د طوطي‌میدان د ګازي بلاک د قرارداد د تخنیکي او مالي ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دواړو لورو په دې پروژه کې د شته ننګونو پر حل ټینګار کړی دی.

د ازبکستان د کانونو او صنایعو وزیر هم ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې د دې پروژې د څارنې، تمویل او د ستونزو د حل په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button