فوربس: سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له بېرته ستنېدو وروسته د هغه شتمني ۶۰ سلنه زیاته شوې
«فوربس» مجلې راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ شتمني د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې له بریا او سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته ۲.۷ میلیارده ډالره زیاته شوې او شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.
د فوربس د راپور له مخې، د ټرمپ د شتمنۍ ډېره برخه، چې شاوخوا ۲.۴ میلیارده ډالره ارزښت لري، په ډیجیټلي اسعارو او نقد کېدونکو شتمنیو کې ده؛ د ګلف کلبونه او تفریحي املاکو هم د هغه د شتمنۍ شاوخوا ۱.۸ میلیارده ډالره جوړوي.
دې مجلې د املاکو په برخه کې د ټرمپ د پانګونو ارزښت شاوخوا ۱.۱ میلیارده ډالره او د ټرمپ د رسنیو او ټکنالوژۍ ډلې، چې د «ټروت سوشال» ټولنیزې شبکې مالکیت لري، ارزښت یو میلیارد ډالره اټکل کړی دی.
فوربس همداراز ویلي چې د جواز ورکولو د قراردادونو له لارې د ټرمپ د شخصي برانډ د عوایدو ارزښت شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالره دی او لیکلي یې دي چې د هغه د شتمنۍ د زیاتوالي د پام وړ برخه د ډیجیټلي اسعارو له پروژو او له بهرنیو معاملو څخه ترلاسه شوې ده.








