سیمهنړۍ

سي‌اېن‌اېن: له ۱۰۰ څخه ډېر امریکايي پوځي سلاکاران د یمن پر وړاندې د سعودي عربستان له عملیاتو ملاتړ کوي

د سي‌اېن‌اېن خبري شبکې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې له ۱۰۰ څخه ډېر امریکايي پوځي سلاکاران په سعودي عربستان کې حضور لري او د استخباراتي چارو او هدف ټاکنې په برخو کې له سعودي ځواکونو سره د یمن د انصارالله غورځنګ پر وړاندې په عملیاتو کې مرسته کوي.

یوه امریکايي چارواکي د یوه نوي جوړ شوي ګډ قوماندانۍ په چوکاټ کې د مېشتو امریکايي ځواکونو ټول شمېر شاوخوا ۲۰۰ تنه ښودلی دی؛ دغه قوماندي وروسته له هغې جوړه شوې چې د انصارالله غورځنګ له خوا پر سعودي عربستان د بریدونو په ملاتړ کې د ایران په اړه اندېښنې زیاتې شوې.

د راپور له مخې، امریکا سعودي عربستان ته استخباراتي معلومات او د جغرافیایي هدف ټاکنې ملاتړ برابروي او د جګړې په ډګر کې د پېښو د لحظه‌يي څارنې لپاره د یوه وسیله په کارولو کې هم مرسته کوي.

دغه ملاتړ په داسې حال کې ترسره کېږي چې په یمن کې نښتې او په سیمه کې د انصارالله غورځنګ بریدونه زیات شوي او د جګړې د پراخېدو او د باب‌المندب تنګي، چې د سمندري لېږد رالېږد له مهمو لارو څخه ده، د ګواښونو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

امریکايي چارواکو همداراز ادعا کړې چې په یمن کې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه سلګونه افسران حضور لري او له انصارالله غورځنګ سره همکاري کوي؛ هغه ادعا چې ایران تر اوسه نه ده تایید کړې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button