نړۍ

په الجزایر کې د ځنګلونو پراخ اورلګېدنه؛ ۱۲ تنه مړه

د الجزایر چارواکي وايي چې د هیواد په څو ولایتونو کې د ځنګلونو د پراخو اورلګېدنې له امله ۱۲ تنه مړه شوي او ۵۴ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز په وینا، د الجزایر د کورنیو چارو وزیر سعید صیود وویل چې اورلګېدنه په شمالي افریقا کې د سختې تودوخې څپې په وخت کې رامنځته شوه؛ پنځه کسان په جیجیل کې، څلور په بیجایا کې او درې نور په تیزي اوزو کې مړه شوي دي.

د چارواکو په وینا، د شپږو ټپیانو حالت جدي بلل شوی او دوی په جدي پاملرنې کې دي.

د الجزایر د ملکي دفاع وزارت اعلان وکړ چې یوازې د چهارشنبې په ورځ په ټول هیواد کې ۱۵۴ اورلګېدنې ثبت شوې، چې ځینې یې د ژغورنې ځواکونو لخوا کنټرول شوې دي.

#الجزایر #اورونه #ځنګل_اورونه #تودوخه_څپې #افریقا #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button