په نړۍ کې د لوږې ۱۶ بحراني سیمې؛ سوډان او یمن د خوړو له سخت ناورین سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر او ۲۰۲۷ کال د مې میاشتې ترمنځ به د نړۍ په ۱۶ بحراني سیمو کې د خوړو د نه خوندیتوب وضعیت نور هم خراب شي؛ سوډان، جنوبي سوډان، سومالیا، د نایجریا شمالي سیمې او یمن د اندېښنې په تر ټولو لوړه کچه کې دي.
د راپور له مخې، په سوډان کې نږدې ۱۹.۵ میلیونه کسان، چې د دغه هېواد د ټول نفوس ۴۱ سلنه جوړوي، د خوړو له بحراني یا تر دې هم سخت کمښت سره مخ دي؛ د ۲۰۲۷ کال تر جنورۍ پورې د شمالي دارفور او جنوبي کردفان په ۱۳ سیمو کې د قحطۍ خطر دوام لري او د جنوبي دارفور په دوو بېځایه شویو کمپونو کې د حادې خوارځواکۍ کچه د قحطۍ له حد څخه لوړه شوې ده.
په یمن کې هم د جګړو او بېځایه کېدو زیاتوالي د خوړو ناورین لا پسې سخت کړی دی؛ د پخوانیو ارزونو له مخې، په دغه هېواد کې ۱۸.۳ میلیونه کسان د خوړو له بحراني یا تر دې هم سخت کمښت سره مخ دي.
افغانستان، فلسطین، هایتي او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت هم د هغو سیمو په ډله کې دي چې د وضعیت په اړه یې د اندېښنې کچه ډېره لوړه ده؛ په غزه تړانګه کې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له اوربند وروسته د خوړو په وضعیت کې د نسبي ښهوالي سربېره، لا هم وضعیت نازک دی او د لوېدیځې غاړې وضعیت هم د خرابېدو په حال کې دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د خوړو نړیوال پروګرام وسلهوالې نښتې، بېځایه کېدل، د خوراکي توکو او سونتوکو د بیو لوړوالی، د بشري مرستو کمښت او د النینو اقلیمي پدیدې اغېزې د دغه ناورین د پراخېدو اصلي لاملونه بللي دي؛ دغو دواړو بنسټونو د مالي سرچینو پر بېړني برابرولو، د مرستندویانو لپاره خوندي او بېخنډه لاسرسي او د خوراکي توکو د تولیدونکو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.






