نړۍ

د کانري ټاپوګانو ته پر لاره د ۱۴ کډوالو مړینه؛ شاوخوا ۹۰ تنه ژغورل شوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د هسپانیا د کانري ټاپوګانو ته نږدې په یوې کوچنۍ کښتۍ کې د ۱۴ کډوالو مړي موندل شوي او د دغې کښتۍ شاوخوا ۹۰ نور سپرلۍ ژغورل شوې دي.

 د رویټرز د راپور له مخې، دغه کښتۍ د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۷مه، د «ال‌هیرو» ټاپو په ۷۲ کیلومترۍ کې د سوېل لوري ته پېژندل شوې ده. د ژغورل شویو کسانو له ډلې شپږ تنه چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ و، په چورلکه کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

 د راپورونو له مخې، ۸۴ تنه نور ژغورل شوي کسان د یوې بلې کښتۍ له لارې د «لا رستینګا» بندر ته ښکته شوي دي؛ له همدې امله په راپورونو کې د دواړو کښتیو د ژغورل شویو کسانو شمېر په جلا توګه یاد شوی دی.

 تر اوسه د قربانیانو او ژغورل شویو کسانو د تابعیت په اړه معلومات نه دي خپاره شوی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button