نړۍ

د فضايي اټومي وسلو په اړه راپورونو ته د روسیې توند غبرګون؛ زاخارووا جرمني د فضا پر پوځي کولو تورن کړ

 د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، د جرمني رسنیو هغه راپورونه بې‌اساسه بللي، چې ګواکې مسکو په پام کې لري په ځمکني مدار کې په اټومي وسلو سمبال سپوږمکۍ ځای پر ځای کړي. نوموړې ویلي، دغه راپورونه د دې لپاره خپرېږي، چې د جرمني فضايي پوځي پلانونه پټ وساتل شي.

زاخارووا ټینګار کړی، چې د روسیې فضايي فعالیتونه د ۱۹۶۷ کال د فضايي فضا له تړون سره سمون لري او مسکو د دغو نړیوالو ژمنو د سرغړونې اراده نه لري.

 نوموړې په فضا کې د پوځي وړتیاوو د پراختیا لپاره د جرمني پر پلان هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، پر روسیې تورونه لګول په فضا کې د جرمني د وسلو د ځای پر ځای کولو د توجیه کولو لپاره پلمه ده

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button