افغانستاننړۍ

بښنې نړیوال سازمان د افغانستان له ښځو او نجونو سره د پیوستون غوښتنه کړې

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا سیمه‌ییز دفتر، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین د پیل په مناسبت، د افغانستان له ښځو او نجونو څخه د ملاتړ او پیوستون غوښتنه کړې ده.

 دغه سازمان د یاد کمپاین د پیل په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې د افغانستان ښځې او نجونې د پرله‌پسې پنځم کال لپاره د اسلامي امارت له لوري له سیستماتیک تبعیض او ناوړه چلند سره مخ دي.

 د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین هر کال د نومبر په ۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت پیلېږي او د ډسمبر تر ۱۰مې، د بشري حقونو نړیوالې ورځې پورې دوام کوي. بښنې نړیوال سازمان له خلکو غوښتي، چې په دغه کمپاین کې ګډون وکړي او د افغانستان له ښځو او نجونو سره خپل ملاتړ او پیوستون څرګند کړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو څو ځله ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تأمینېږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button