سیمه

 د مصر په جیزه کې د دوو مسافر وړونکو اورګاډو ټکر؛ ۴ تنه مړه او ۸۸ نور ټپیان شول

د مصر په جیزه ولایت کې د دوو مسافر وړونکو اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۴ تنه مړه شوي او ۸۸ نور ټپیان دي.

دا پېښه د یکشنبې په ورځ د «العیاط» په سیمه کې شوې ده. د مصر د اورګاډو شرکت د معلوماتو له مخې، یو اورګاډی چې له جیزې څخه د فیوم پر لور روان و، د بل اورګاډي له شا سره ټکر کړی، چې له قاهرې څخه د اسوان پر لور روان و. د پېښې له امله د اورګاډي څو واګونونه له پټلۍ څخه وتلي دي.

د مصر د روغتیا وزارت ویلي، چې د پېښې ځای ته یې د ټپیانو د لېږد او درملنې لپاره ۷۲ امبولانسونه لېږلي دي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د پېښې د لاملونو د بېړنۍ څېړنې او د غفلت د ثابتېدو په صورت کې یې د مسوولو کسانو د حساب ورکولو امر کړی دی.

د ژغورنې او مرستندویه ډلې لا هم د اورګاډو د پاتې شونو په پاکولو او د اورګاډي د تګ راتګ د خدمتونو د بېرته پیلولو لپاره هڅې کوي.

ویډیو اړوند خبر په لاندې لینک کې وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/38068

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button