سیمهنړۍ

ویتکاف: امریکا په ابوظبۍ کې د روسیې او اوکراین ترمنځ منځګړیتوب کوي

د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکاف ویلي، چې د امریکا متحده ایالتونه به د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ د کاري کچې خبرو اترو منځګړیتوب وکړي.

د ویتکاف په وینا، دغه خبرې اترې به له جګړې وروسته پر امنیتي ترتیباتو، د تاوتریخوالي پر کمولو، بشري هڅو او سولې ته د رسېدو لپاره پر راتلونکو ګامونو متمرکزې وي.

ویتکاف همداراز په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې امریکايي مذاکره کوونکي به د روانې اوونۍ په ترڅ کې په بروکسل کې د فرانسې، جرمني، بریتانیا، اروپايي ټولنې او ناټو له استازو سره وګوري.

د هغه په وینا، دغه خبرې اترې به د اوکراین پر امنیتي تضمینونو، له جګړې وروسته د اروپا پر امنیتي چوکاټ او د اوکراین د بیارغونې د ملاتړ لپاره پر اقتصادي فرصتونو متمرکزې وي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button