سیمه
په بغداد کې د حشدالشعبي پر یوه مرکز چاودنه؛ د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی
د عراق حشدالشعبي سازمان خبر ورکړی، چې د بغداد د «شرق القناة» په سیمه کې د دغه ځواک پر یوه مرکز چاودنه شوې ده.
د لومړنیو راپورونو له مخې، د دغه سازمان په وینا، چاودنه د زړو او خرابو مهماتو د یوې زېرمتون د چاودېدو له امله رامنځته شوې ده.
تر اوسه د دې پېښې له امله د مرګژوبلې راپور نه دی خپور شوی او د چاودنې لامل په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.








