سیمه

د ترکیې په ساحلي اوبو کې د نږدې ۴۷۰۰ کلن لرغوني بېړۍ پاتې شوني موندل شوي

لرغون‌پوهانو د ترکیې په سوېل کې د انتالیا ولایت ته څېرمه، د «ککووا» ټاپو په ساحلي اوبو کې د یوې لرغونې بېړۍ پاتې شوني موندلي، چې اټکلي عمر یې له ۴۴۰۰ څخه تر ۴۷۰۰ کلونو پورې رسېږي.

د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، که د څېړونکو فرضیې تایید شي، دغه بېړۍ ښايي په نړۍ کې د موندل شویو تر ټولو پخوانیو ډوب شویو بېړیو په توګه وپېژندل شي.

خو د دې بېړۍ د عمر او د نړۍ د تر ټولو پخوانیو ډوب شویو بېړیو په کتار کې د هغې د ځای تثبیتولو لپاره لا ډېرو علمي څېړنو او تایید ته اړتیا ده.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/37162

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button