نړۍ

واتیکان: پاپ څوارلسم لئو د سږو پر سرطان اخته دی

د واتیکان د معلوماتو رسولو ادارې اعلان کړی چې پاپ څوارلسم لئو د ښي سږي د لاندې برخې د لرې کولو له جراحي عملیاتو وروسته، د سږو پر اډینوکارسینوما (Adenocarcinoma) سرطان اخته تشخیص شوی دی.

د راپور له مخې، پاپ د روم ښار په ګملي روغتون کې د ۹۰ دقیقو لپاره د جراحي عملیاتو لاندې نیول شوی و او دغه عملیات بریالي بلل شوي دي. له عملیاتو وروسته د نسجونو معایناتو هم د هغه د سږو پر دې ډول سرطان اخته کېدل تأیید کړي دي.

واتیکان ویلي چې پاپ باید د دې ناروغۍ د درملنې لپاره مناسبه روغتیايي پاملرنه ترلاسه کړي.

څوارلسم لئو، چې اصلي نوم یې رابرټ فرانسیس پریفوست دی، په ۲۰۲۵ کال کې د کاتولیکې کلیسا د مشر په توګه وټاکل شو او د دې کلیسا په تاریخ کې لومړنی امریکايي پاپ دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button