نړۍ
د «نوراستر» توپان د امریکا شمال ختیځې سیمې وځپلې
د «نوراستر» په نوم سخت مني توپان د امریکا شمال ختیځې ساحلي سیمې له نیوجرسي او نیویارک څخه تر نیوانګلنډ پورې اغېزمنې کړې دي چې له امله یې ساحلي سېلابونه، درانه ورښتونه او پیاوړي بادونه رامنځته شوي دي.
د نیوجرسي ایالت په اتلانټیک ښار کې د اوبو کچه د پام وړ لوړه شوې او د ساحلي سیمو ځینې برخې تر اوبو لاندې شوې دي؛ همدارنګه د توپان په اوج کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو پېرېدونکو ته برېښنا پرې شوې ده.
دغه توپان د هوايي ترانسپورټ د ګډوډۍ لامل هم شوی، سلګونه الوتنې لغوه شوې او له زرو څخه ډېرې الوتنې له ځنډ سره مخ شوې دي؛ د نیویارک او نیوجرسي چارواکو په زیانمنو سیمو کې بېړنی حالت هم اعلان کړی دی.
#امریکا #نیویارک #نیوجرسي #توپان #نوراستر #سېلاب #هوا








