یوې لوړپوړې ایراني امنیتي سرچینې له المیادین شبکې سره په خبرو کې د لوېدیځو رسنیو هغه راپورونه «دروغ» بللي چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په اړه خپاره شوي دي. نوموړې سرچینې ویلي، تهران خپل اووهګوني شرطونه امریکايي لوري ته سپارلي او اوس «توپ د امریکا په میدان کې دی».
دې سرچینې د هرمز تنګي د تړلي پاتې کېدو په اړه هم ادعا کړې چې لامل یې «د امریکایانو له لوري د ژمنو نه عملي کول» دي. نوموړي ټینګار کړی چې د هرمز تنګي وضعیت به د ټویټونو، رسنیزو راپورونو یا فشار له لارې بدل نه شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې وروستي راپورونه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په څنډه کې د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو تماسونو خبر ورکوي.
بېلابېلو سرچینو ویلي چې دواړو لورو د منځګړو له لارې خپل دریځونه او وړاندیزونه سره تبادله کړي دي؛ خو په دې اړه اختلاف شته چې دغه تماسونه رسمي مذاکرات بلل کېږي او که نه.








