نړۍ

سانچېز په ملګرو ملتونو کې: هسپانیې له تېري کوونکو جګړو سره مخالفت کړی دی

د هسپانیې لومړي وزیر، پېدرو سانچېز، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې وویل، چې هېواد یې په تېرو اتو کلونو کې له هغو جګړو سره مخالفت کړی چې د ده په وینا، تېري کوونکې جګړې دي؛ له دې ډلې یې په اوکراین، لبنان او ایران کې جګړو ته اشاره وکړه.

سانچېز پرته له دې چې امریکا او اسرائیل په مستقیم ډول یاد کړي، د ځینو حکومتونو له لوري د څو اړخیزو بنسټونو پر وړاندې د پالیسیو نیوکه وکړه او د ملګرو ملتونو د اصولو او موخو پر دفاع یې ټینګار وکړ؛ نوموړي همداراز د دغه سازمان د امنیت شورا پر اصلاح ټینګار وکړ.

د هسپانیې لومړي وزیر وویل، هېواد یې د اسرائیل پر وړاندې د وسلو بندیز لګولی او د هغه څه لپاره یې د هسپانیې له خاورې استفاده منع کړې چې نوموړي «د ایران پر وړاندې ناقانونه تېری» وباله.

سانچېز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د غزې وضعیت ته په اشاره وویل: «نتانیاهو لا هم په غزه کې د عامه وژنې ترسره کولو ته دوام ورکوي.»

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button