د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د افغانستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندلي دي.
جیسوال ویلي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي؛ نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله کړې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې د یوه خپلواک او ګاونډي هېواد په خاوره کې د بریدونو ترسره کول د سیمې سولې او امنیت ته زیان رسوي او د کړکېچ د زیاتېدو لامل کېږي.
هند یو ځل بیا د افغانستان له خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








