سیمه
د المخا بندر په اسمان کې د سعودي عربستان «وینګ لانګ ۲» بېپیلوټه الوتکه نسکوره شوه
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي، چې د تعز ولایت د المخا بندر په اسمان کې د «وینګ لانګ ۲» په نوم یوه کشفي او وسلهواله بېپیلوټه الوتکه په نښه او نسکوره شوې ده.
سریع په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې دغه بېپیلوټه الوتکه د یوې «مناسبې وسلې» په وسیله نسکوره شوې ده.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند د دې بېپیلوټه الوتکې او د دغې پېښې د دقیق وخت په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.








