د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت تخنیکي پلاوي په تاشکند کې د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره د طوطيمیدان د ګازي بلاک د قرارداد د تخنیکي او مالي ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دواړو لورو په دې پروژه کې د شته ننګونو پر حل ټینګار کړی دی.
د ازبکستان د کانونو او صنایعو وزیر هم ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې د دې پروژې د څارنې، تمویل او د ستونزو د حل په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.








