نړۍ
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د دویمې جنګي بېړۍ (ناوشکن) پرده پورته کړه
د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون، د «چوئه هیون» ټولګي د دویمې جنګي بېړۍ د «کانګ کان» په نوم د کارولو خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه نوی نسل جنګي بېړۍ به د دغه هېواد د اټومي مخنیوي د سیستم یوه برخه وي.
د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس اعلان کړی چې د «کانګ کان» جنګي بېړۍ پرمختللي جنګي وړتیاوې لري او کولی شي په بېلابېلو سمندري سیمو کې عملیاتي ماموریتونه ترسره کړي.







