پوتین: د خبرو لپاره شرایط ستونزمن دي؛ ویتکاف او کوشنر له مسکو وروسته کییف ته ځي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له امریکايي استازو سټیو ویتکاف او جرد کوشنر سره په لیدنه کې وویل چې د خبرو لپاره شرایط ستونزمن دي، خو مستقیمې اړیکې به لا هم ګټورې وي.
پوتین د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د خپلو نیکو هیلو په څرګندولو سره وویل چې ټرمپ د روسیې او اوکراین د جګړې د حل لپاره د مرستې په خپلو هڅو کې نه ستړی کېږي.
د روسیې ولسمشر ټینګار وکړ چې ویتکاف او کوشنر به په مسکو کې له لیدنې وروسته کییف ته سفر وکړي او ټاکل شوې چې له هغوی سره د اوکراین د شخړې د حل بهیر جزیات وڅېړل شي؛ پوتین همداراز دغو دوو استازو ته د منځګړو په توګه د لوړې کچې باور یادونه وکړه.
پوتین وویل چې کییف ته د بریدونو د درولو غوښتنه له رسمي لارو ترلاسه شوې او له نن سهار راهیسې د اوکراین پر پلازمېنه هېڅ برید نه دی شوی؛ هغه زیاته کړه چې روسیې له اوکراین سره د درې ورځني پراخ اوربند په اړه هوکړه نه ده کړې، خو اوکرایني لوري د خپلو بریدونو شمېر په څرګند ډول کم کړی دی.
سټیو ویتکاف هم له پوتین څخه د دې لیدنې له امله مننه وکړه او له د روسیې له ولسمشر سره یې خبرې د خپل ژوند له تر ټولو غوره او نه هېرېدونکو پېښو څخه وبللې.
ویتکاف او کوشنر تر دې وړاندې مسکو ته رسېدلي وو او د ټرمپ د څرګندونو له مخې، ټاکل شوې وه چې په دغه سفر کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره وړاندیزونه وړاندې کړي؛ د لیدنې له پای ته رسېدو وروسته، د امریکايي ځانګړو استازو موټرونو کاروان د کرملین له ساحې ووت.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








