سیمه
په اسلام آباد کې په دولتي روغتون کې اورلګېدنې لږترلږه ۱۵ نوي زیږیدلي ماشومان ووژل
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان پلازمینه اسلام آباد کې د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (PIMS) روغتون کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۵ نوي زیږیدلي ماشومان مړه شوي دي.
د جیو تلویزیون د راپور له مخې، اور د روغتون د زیږون په وارډ کې ولګېد او لومړنی لامل یې د یخولو سیسټم ستونزه وه.
د اور لګېدو پر مهال، ۱۶ نوي زیږیدلي ماشومان په وارډ کې وو، چې یوازې یو یې ژغورل شوی دی؛ د اور له کنټرول وروسته د ژغورنې کارمندانو د یخولو عملیات دوام ورکړ.
#پاکستان #اسلام آباد #اور #روغتون #نوي زیږیدلي #پیښه #سفیر_ټی وی







