د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دالاس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند په انتخاباتي غونډه کې په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې امریکا له ایران سره په جګړه کې بریالۍ شوې او وړاندیز یې کړی چې د هرمز تنګي نوم دې «ټرمپ تنګي» ته واړول شي.
ټرمپ همداراز ادعا کړې چې ایران د ړنګېدو په حال کې دی او نور په سیمه کې خپل پخوانی ځواک نه لري.
هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې یو ځل بیا ایران ته د «کلنګ غره» په اړه د فعالیتونو په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که د امریکا له نظره د اندېښنې وړ فعالیتونه ولیدل شي، ښايي امریکايي ځواکونه په دې سیمه کې پر ځمکلاندې تاسیساتو برید وکړي.








