نړۍ
ناټو د اوکراین سره د اوږدمهاله مرستو په اړه سره ویشل شوې؛ د ۲۰۲۷ کال لپاره هیڅ تړون نشته
لویدیځو رسنیو راپور ورکړی چې د ایټالیا د مخالفت له امله د ناټو غړي هیوادونه د ۲۰۲۷ کال پورې اوکراین سره د اوږدمهاله پوځي مرستو ژمنو په اړه یوې موافقې ته رسیدو کې پاتې راغلي دي.
د راپورونو له مخې، د ناټو غړو موافقه کړې چې تر ۲۰۲۶ کال پورې اوکراین ته ۷۰ ملیارده یورو پوځي مرستې ځانګړي کړي، مګر د راتلونکو کلونو لپاره د ژمنو په اړه خبرې اترې ویشل شوې دي.
راپورونه دا هم په ګوته کوي چې متحده ایالاتو د ناټو د سرمشریزې په وروستۍ اعلامیه کې د یوې مادې شاملولو مخالفت کړی چې د اوکراین امنیت مستقیم د اروپا له امنیت سره نښلوي.
تمه کیږي چې د ناټو غړي هیوادونه به د جولای په ۷-۸ نیټه په انقره کې د سرمشریزې دمخه د وروستۍ اعلامیې په مسوده خبرې اترې بشپړې کړي.
#ناټو #اوکراین #ایټالیا #امریکا #اروپا #نړیوال_اړیکې








