افغانستاننړۍ

د روسیې شرکت فارماسینټس افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړل

روسي رسنیو راپور ورکړ چې د روسیې د درملو شرکت فارماسینټس اعلان کړی چې ډیر ژر به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي او پدې اړه اړین تړونونه د افغانستان د روغتیا وزارت سره شوي دي.

د شرکت د اعلان له مخې، د درملو لومړۍ بار به په راتلونکو دوو میاشتو کې افغانستان ته راشي.

د فارماسینټس چارواکو په افغانستان کې د کیفیت لرونکو درملو نشتوالی بازار ته د ننوتلو دلیل په توګه یاد کړی دی؛ انسولین، انټي بیوټیکونه، او د زړه ناروغیو او سرطان پورې اړوند درمل په افغانستان کې د لوړې تقاضا لرونکي توکو په توګه یاد شوي دي.

راپورونه ښیي چې دا شرکت، چې په ۱۹۹۷ کې تاسیس شوی، لومړنی لوی روسی درمل جوړونکی شرکت دی چې افغان بازار ته ننوځي.

کارپوهانو دا هم ویلي چې د افغانستان د درملو بازار لاهم په وارداتو پورې تړلی دی او نوي شرکتونه به د درملو ثبت، لیږد او په بازار کې د سیالۍ په څیر ننګونو سره مخ شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button