افغانستان
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۲۵ تفاهم لیکونو لاسلیک
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د افغان-قزاقستان فورم، د دواړو هیوادونو د محصولاتو او تولیداتو نندارتون او د خصوصي سکتور د غړو ترمنځ د سوداګریزو غونډو په پایله کې، ۲۵ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.
د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا تفاهم لیکونه د وارداتو او صادراتو، مصالحو، سبزیجاتو، تازه او وچو میوو، بانکي همکارۍ، اوړو، غنمو، غوړیو او کچالو په برخو کې د افغانستان او قزاقستان د شرکتونو او اقتصادي فعالینو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
چارواکو دا اقدام د سوداګریزو اړیکو پراختیا، اقتصادي تبادلې زیاتولو او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکارۍ پراخولو لپاره یو مهم ګام بللی دی.
#افغانستان #قزاقستان #MoU #Trade #Investment #PrivateSector #Export #Import








