نړۍ
د وینزویلا په باریناس زندان کې لویه نښته
د وینزویلا په باریناس ایالت کې په سلګونو بندیانو په یوه زندان کې لاریون وکړ او د څو ساعتونو لپاره یې د زندان ځینې برخې ونیولې.
خپاره شوي انځورونه ښیي چې یو شمیر بندیان د زندان په چت کې راټول شوي، د زندان دننه توشکونو او نورو توکو ته اور اچوي، او د اغزن تارونو د ماتولو هڅه کوي.
د راپورونو له مخې، بندیانو د زندان د چارواکو پر ضد شعارونه ورکول او د تاسیساتو د رییس د لرې کولو غوښتنه یې کوله.
لاریون کوونکو د زندان چارواکي د بې وسلې بندیانو په شکنجه کولو، ناوړه چلند او ډزو تورن کړل.
ځینې خپرې شوې ویډیوګانې ټپي بندیان هم ښیي چې ادعا کوي امنیتي ځواکونو پر دوی ډزې کړې دي.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/32382








