افغانستاننړۍ

روسیه: افغانستان د افغان زده کونکو د روزنې لپاره د طبي پروفیسورانو د لیږلو غوښتنه کړې ده

د روسیې مرستیال صدراعظم الیکسي اوچوک اعلان کړی چې افغانستان له مسکو څخه غوښتنه کړې چې د افغان زده کونکو د روزنې لپاره دې هیواد ته طبي پروفیسوران واستوي.

د تاس خبري اژانس په وینا، اوچوک په کازان کې د “روسیې-اسلامي نړۍ” سرمشریزې په څنډه کې وویل چې افغان چارواکو د روسیې طبي زده کړې ته ډیره لیوالتیا ښودلې ده.

هغه زیاته کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې د تیلو صادراتو، کرنې، پانګونې او سوداګرۍ پراختیا باندې هم متمرکزې وې، او دا چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ حجم په وروستیو میاشتو کې د پام وړ زیات شوی دی.

د روسیې مرستیال صدراعظم وویل چې د روسیې د احصایو له مخې، دوه اړخیزه سوداګري اوس شاوخوا ۳۲۶ ملیون ډالرو ته رسیدلې ده، پداسې حال کې چې افغانستان دا شمیره نږدې ۵۰۰ ملیون ډالرو اټکل کوي.

هغه دا هم وویل چې افغانستان د روسیې د موټرو او کرنیزو محصولاتو واردولو ته لیوالتیا لري، او دواړو خواوو روسیې ته د افغان کارګرانو د لیږلو په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي دي چې روسیې ته د افغان کارګرانو د لیږلو یوازینۍ خنډ د ژبې ستونزه ده، او د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button