افغانستان
په لوګر ولایت کې د قتل د یوې پېښې د عاملینو نیول
د لوګر ولایت د مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د ولایت په مرکز حصارک کلي کې د قتل د یوې پېښې عاملین پېژندل شوي او نیول شوي دي.
د بیان له مخې، دغو کسانو په حصارک کلي کې قتل کړی و او له نیول کېدو وروسته یې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
چارواکو زیاته کړه چې د تورنو کسانو قضیې د لا زیاتو څېړنو او د شرعي سزا د پلي کولو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.








