افغانستان
ذبیح الله مجاهد: دا هغه بې ګناه ملکي وګړي او روږدي کسان دي چې تېره شپه د کابل په ۲۰۰۰ بستریز روغتون کې شهیدان شول
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د کابل په ختیځ کې د روږدو کسانو لپاره د ۲۰۰۰ بستریز روغتون باندې د تېرې شپې د برید د قربانیانو انځور خپور کړ او لیکلي یې دي: “دا هغه بې ګناه ملکي وګړي او روږدي کسان دي چې ډیری یې د پاکستان د پوځي رژیم د بمبارۍ په پایله کې شهیدان شوي دي.”
هغه ټینګار وکړ چې دا ظالمانه برید د ملکي درملنې په مرکز او زیانمنونکو ناروغانو باندې ترسره شوی او د بشري اصولو او نړیوالو قوانینو په وړاندې د پاکستان رژیم بشپړ بې پروايي ښیي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه چې دا جرم په داسې حال کې ترسره شو چې ناروغان تر درملنې او بیارغونې لاندې وو، او دا عمل د ملکي وګړو په وړاندې د جنګي جرم یوه څرګنده بیلګه ګڼل کیږي.








