سیمه
دصهیونیسټ رژیم جنګیالیو دسوریې په حمص ښار حملې وکړې
د لبنان له لوري د اسرائیلو جنګي الوتکو د سوریې له هوايي حریم څخه سرغړونه وکړه او د حمص ښار په شاوخوا کې یې پر څو پوځي پوستو بمباري وکړه.
دا بریدونه د حمص په جنوب لویدیځ کې د شینشار او شمسین په سیمو کې شوي وو او د برید له امله لوګي ټوله سیمه پوښلې وه.