د سی آن آن خبری چینل د دوو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دې احتمال ډیریږي چې د لبنان حزب الله به په خپلواکه توګه او مخکې له دې چې ایران ځواب ورکړي پر اسراییل برید وکړي.
له دغو سرچینو څخه یوې سرچینې ویلي چې د لبنان حزب الله په خپل پلان کې د ایران په پرتله ګړندی حرکت کوي او په راتلونکو ورځو کې د اسراییلو د برید په لټه کې دی.
یوې بلې باخبره سرچینې دغې خبري شبکې ته ویلي چې لبنان په شمال کې د خپل نږدې ګاونډي په توګه له اسرائیلو سره د نږدېوالي له امله حزب الله کولای شي له مخکې خبرتیا پرته عمل وکړي.
دغې سرچینې زیاته کړه چې دا نه ده څرګنده چې ایران او حزب الله به دا مهال څه ډول عمل وکړي او د دواړو د همغږي اقدام په اړه شک شتون لري ځکه چې ښايي د لبنان حزب الله او ایران په بشپړه توګه د عمل پر لور نه وي.
په ورته وخت کې، د سی آن آن په وینا، داسې ښکاري چې ایران لاهم په دې فکر کوي چې څنګه ځواب پلان کړي.








