د نایجریا پولیس وايي چې د هیواد په شمال لویدیځ کې د کیبي په ایالت کې د وسله والو له یوې ډلې سره په نښته کې ۱۰ پولیس او ۱۷ بریدګر ووژل شول او دوه نور پولیس ټپیان شول.
د رویټرز په وینا، نښته د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه وشوه چې پولیسو ځواکونو د زمفارا ایالت څخه د کیبي په لور د یوې وسله والې ډلې حرکت وپیژانده او ودروله.
پولیسو وویل چې د پیښې ځای ته تازه دمي ځواکونه لیږل شوي او په سیمه کې وضعیت اوس د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی؛ د تښتیدلو وسله والو د پیژندلو او نیولو لپاره هم عملیات روان دي.
#نایجریا #پولیس #کیبي #زمفارا #وسله وال #امنیت #سفیر_ټی وی








