پوتین: روسیه د ډونباس او نووروسیا بشپړ آزادۍ غواړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، پداسې حال کې چې د هوایی دفاعي سیسټمونو تولید او اکمالاتو زیاتوالي باندې ټینګار کوي، اعلان کړی چې د مسکو وروستۍ موخه د ډونباس او نووروسیا سیمو بشپړ آزادۍ ده.
پوتین ویلي چې روسیه به اوکراین ته د روسي ځواکونو د پرمختګ د مخنیوي فرصت ورنکړي او د اوکراین په خاوره کې د مسکو غچ اخیستونکي بریدونه به “ډیر قوي او حساس” وي.
هغه دا هم ادعا کړې چې د روسیې وسله والو ځواکونو د اوکراین په مرکزي محور کې د څو پوړیزو دفاعي لیکو څخه تیر شوي او اوکرایني ځواکونه د بشري ځواک له سخت کمښت سره مخ دي.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې چې کیف به د کرسک په سیمه کې د خپلو کړنو قیمت د امنیتي زون د جوړولو لپاره اړینو سیمو له لاسه ورکولو سره ورکړي او ټینګار یې کړی چې د مسکو په پلانونو کې د اوسني اوکرایني حکومت ساتنه شامله نه ده.
#روسیه #اوکراین #پوتین #ډونباس








