نړۍ
په فلپین کې د ۸.۲ درجې زلزلې وروسته په اندونیزیا کې د سونامي خبرداری
د فلپین ټاپو مینداناو کې د ۸.۲ درجې مرګونې زلزلې وروسته د اندونیزیا چارواکو د هیواد په شمال ختیځ ساحلي سیمو کې د سونامي د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
د بحران مدیریت مرکزونو د ساحلي سیمو له اوسیدونکو څخه غوښتي دي چې د خوندیتوب خبرداری په جدي توګه واخلي او رسمي اعلانونه تعقیب کړي.
د فلپین په سویلي سیمه کې زوروره زلزله وشوه، چې په ګاونډیو هیوادونو کې یې د احتمالي پایلو په اړه اندیښنې راپورته کړې.
#فلپین #اندونیزیا #زلزله #سونامي #مینداناو #پیښه








