افغانستان

ځدران: الله گل مجاهد په کابل کې د یوه کس د وژلو په تور ونیول شو

د کابل امنیه قوماندانی وايي، الله گل مجاهد یې د یوه کس د وژنې په تور نیولی دی. د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران زیاته کړه، چې د ولسي جرگی پخوانی غړی الله گل مجاهد به د قضیی تر پایه او د باصلاحیته محکمی تر پرېکړې پورې په توقیف کې وي.

خالد ځدران د وژل شوي کس نوم سعيدالله ياد کړ او ويې ويل، چې نوموړى تېر کال د کب په مياشت کې وژل شوى او د الله گل مجاهد د کورنۍ غړو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button