نړۍ
په فرانسه کې په یوه کروز کښتۍ کې شاوخوا ۱۷۰۰ کسان قرنطین شوي
فرانسوي رسنیو راپور ورکړی چې د “امبیشن” په کروز کښتۍ کې شاوخوا ۱۷۰۰ کسان د یوه مسافر له مړینې وروسته قرنطین شوي دي.
د راپورونو له مخې، متخصصینو د هانټا ویروس په ناروغۍ د مړ شوي کس د اخته کیدو احتمال رد کړی او ویلي یې دي چې هغه شاید د معدې او کولمو د التهاب له امله مړ شوی وي.
په کښتۍ کې یو شمیر مسافر هم د هاضمې ستونزې تجربه کړې دي، او ډاکټران شک لري چې د “نورو ویروس” ویروس د مسافرینو په منځ کې خپور شوی دی.








