د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې مرستیال وزیر مولوي قدرت الله جمال د شنبې په ورځ ( د لیندۍ ۲۲ مه ۱۴۰۴ ) په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف او د دې هیواد د قونسل طارایل اسماعیلوف سره ولیدل.
په دې غونډه کې، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا او ګډې همکارۍ د پراخولو په هدف جوړه شوې وه، د اذربایجان سفیر ټینګار وکړ چې دواړه هیوادونه په مذهبي، کلتوري او نورو برخو کې ډیری مشترکات لري، او باکو غواړي چې له کابل سره سیاسي، سوداګریز، اقتصادي او کلتوري اړیکې پراختیا ومومي.
محمدوف د ننګونو سره سره کلتوري چارو ته د اسلامي امارت د پاملرنې ستاینه وکړه، زیاته یې کړه: افغانستان ته له سفر وروسته، اذربایجاني سیلانیانو د رسنیو له لارې د هیواد تاریخي، تفریحي او کلتوري جاذبې نړۍ ته معرفي کړې دي.
هغه افغانستان اوس یو خوندي هیواد وباله او ویې ویل چې اذربایجان چمتو دی چې د آنلاین کورسونو له لارې افغان ځوانانو ته روزنه ورکړي.
مولوي قدرت الله جمال د پرمختګ لپاره د اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار وکړ او د اذربایجان مثبت لیدلوری یې وستایه.
د کلونو جګړې وروسته د دوستو هیوادونو څخه د افغانستان د همکارۍ اړتیا ته په اشارې سره، هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ د رسنیو د زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه ترڅو نړۍ ته د افغانستان د امنیت ریښتینی انځور وښيي او د سیلانیانو د راجلبولو لپاره فرصتونه رامینځته کړي.
په پای کې، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د کلتور، ګرځندوی او رسنیو په برخو کې ګډې همکارۍ پراخې کړي.








