سیمهنړۍ

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په دغه سازمان کی د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه د غړو ترمنځ د توافق نشتوالی

په ملگرو ملتونو کې د مالت استازې وانسا فرازیر، چې د امنیت شورا دوره یي مشري په غاړه لري، په ملگرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب د بیا کتنې د ځانګړې کمیټې د دوهمې غونډې په پای کې وویل: “هیڅ توافق نه دی شوی.”

له دې سره هغه وویل چې د دغې کمیتی اکثرو غړو د فلسطین له بشپړ غړیتوب سره موافقه کړې ده. هغه وویل: “ډیری هیوادونو دا حقیقت راپورته کړی چې فلسطین د مونته ویدیو تړون ټول معیارونه او همدارنګه د منشور څلورمه ماده پوره کوي.”

په ۲۰۱۱ میلادی زیږدیزکال کې د فلسطین ادارې په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه، خو په ۲۰۱۲ میلادی زیږدیزکال کې یوازې د څارونکي غړي په توګه ومنل شوه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button