د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر بیرس ایکینچي سره د خپلې لیدنې اعلان وکړ.
هغه په خپل ایکس مخ کې لیکلي چې په دې غونډه کې، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د افغانستان د بیارغونې لپاره خپلې همکارۍ پیاوړې کړي.
په دې غونډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د څانګې مشر، جهان ارګینای هم حاضر و.