افغانستان

د کار او ټولنیزو چارو وزیر په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره وکتل.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې په دې غونډه کې ښاغلي عمري له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د سعودي عربستان د مرستو مننه وکړه او د دغه هېواد له سفیر څخه یې وغوښتل چې د هېواد د کرنیزو محصولاتو د صادرولو لپاره کار وکړي.

په همدې حال کې د سعودي عربستان سفیر د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه او تاریخي وبللې او زیاته یې کړه چې سعودي عربستان غواړي له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

د سعودي عربستان سفیر هم په هیواد کې د میشتو افغان کارګرانو د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button