نړۍ

لیتوانیا د چین د سفارت درې مامورین شړلي دي

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چین د سفارت درې چارواکي یې د نامشروع عناصرو په توګه اعلان کړي او د هغوی د ایستلو امر یې کړی دی.

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې اعلان کړی چې د دغو دریو چارواکو د شړلو لامل د ۱۹۶۱ کال د ویانا د کنوانسیون د قونسلي اړیکو او د لیتوانیا له قوانینو څخه سرغړونه وه، خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

باید وویل شي چې دغو چارواکو ته یوه اونۍ وخت ورکړل شوی چې له لیتوانیا څخه ووځي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button