نړۍ
د چين او امريکا د اړيکو نوی پړاو د ترينګلتيا په حال کې دی
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د لړم په ۲۶مه نېټه په پيرو کې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ د غونډې په څنډه کې د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره دوه ساعته خبرې اترې وکړې.
دا غونډه له اوو مياشتو وروسته د دواړو مشرانو تر منځ لومړنۍ خبرې اترې دي او دا په داسې حال کې ترسره شوه چې د دغو دوو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی، په تېره بيا د سوداګرۍ، سايبر، تايوان او روسيې سره د اړيکو په برخو کې. .
د رویټرز د راپور له مخې، شي جین پینګ په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د چین هدف تل له امریکا سره “روغ او باثباته اړیکې” دي او د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له نوې ادارې سره همکارۍ ته چمتو دی.