ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانیو ارزښت د ایراني اسعارو په بازار کې له ۴۰ سلنه لوړوالي سره نوی ریکارډ جوړ کړی دی.
په راپور کې راغلي چې په تېر کال کې د تهران د اسعارو په بازار کې د افغانیو بیه د اماراتو درهم، دینار او ترکي لیرې په پرتله څو چنده لوړه شوې ده.