افغانستانسیمه

اسلامي امارت په قرغزستان کې د منع شوی ډلو له لیست څخه وتلۍ هرکلی وکړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د قرغزستان د هغه اقدام هرکلی او ستاینه کوي چې په دغه هېواد کې د منع شوی ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم لرې کول دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه بیان کې لیکلي دي چې د قرغزستان دغه اقدام د اسلامي امارت په اړه د سیمې او نړۍ د سیاسي تفاهم د رامنځته کیدو او د هیوادونه او د اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو د ټینګښت پر وړاندې د خنډونو د لیرې کولو په معنا دی.

تر دې مخکې قزاقستان هم د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړ څخه ایستلی و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button