افغانستان
لوړو زده کړو وزارت: ۱۳ نوي ښوونځي مو جوړ کړي دي
د لوړو زده کړو وزارت چارواکي نن (دونۍ، ۵ د وږی) د دې ادارې د یو کلنو لاسته راوړنو د بیانولو په پروګرام کې وايي، چې په تېر کال کې ۱۳۱ تنه علمي کادرونه، چې ۸۹ یې د لیسانس، ۳۵ د ماسټرۍ او لیسانس په کچه دي. اوه د دوکتورا سندونه بیاکتنه شوي او د تصدیق لپاره اړوندو ادارو ته لیږل شوي.
د چارواکو په وینا، په تېر کال کې په دولتي پوهنتونونو کې ۱۱ دوکتورا، ۲۶ د ماسټرۍ پروګرامونه او ۱۳ نوې لېسې جوړې شوې دي.
د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، چې د افغانستان د پوهنې د سکټور د بډاینې په موخه ۶۴۰ علمي کادرونه د ازادې سیالۍ له لارې استخدام شوي او ۱۳۱۷ تنه کارکوونکي د دغه وزارت په اداري، مسلکي او تخصصي بستونو کې ګمارل شوي دي.